
په ابوظبي کې د افغانستان سفارت، قونسلي څانگه هېوادوالو ته د پاسپورټ ورکړې چارې تر سره کوي، چې هر افغان یې د خپلو شته اسنادو له مخې تر لاسه کولای شي.
• د پاسپورټ غوښتنې فورمه ډکول.
• د الکترونیکي/کاغذي تذکرې کاپي.
• د اماراتي اقامې کاپي.
• د اماراتو د ویزې کاپي (د اماراتي اقامې نه درلودونکي افغان وگړي لپاره).
• د زېږون کارت کاپي (په اماراتو کې د زېږېدلي افغان وگړي لپاره).
• 2 انځورونه (4×5 کچه).
• د بانکي اویز اصل.
یادونه: د نوي پاسپورټ غوښتنې په مهال پخوانی اصلي پاسپورټ درلودل اړین دي.
۰۸:۳۰ – ۰۲:۳۰
۰۸:۳۰ – ۱۲:۳۰
د غوښتنلیکونو د سپارلو لپاره د دفتر ساعتونه: د سهار له ۸:۳۰ بجو څخه تر ماسپښین ۲:۰۰ بجو پورې
د پاسپورټونو د راټولولو لپاره د دفتر ساعتونه: د ماسپښین له ۱:۰۰ بجو څخه تر ۲:۰۰ بجو پورې.
که تاسو کومه پوښتنه لرئ، نو مهرباني وکړئ له موږ سره ۲۶۶۶ ۴۷۷ ۲ ۹۷۱+ اړیکه ونیسئ او د ویزې برخې غوښتنه وکړئ.